IQNA

په فلسطینو کډوالو کې  قرآنونه وویشل شول(فیلم)

7:58 - January 27, 2024
د خبر لمبر: 3488627
دیکنا-ځوان فلسطینی  وئام بدوان دغزې د کډوالو په خیمو کې  پر خلکو  دقرآن دویشلو لپاره یو نوښت راپنځولی دی . په دې امید سره چې ددغو کډوالو له خوا د قرآن ختم  د دوي دغمونود آرامښت او د جنګ  پاي لپاره  یو سبب شي.

ایکنا دالجزیره له قوله راپور راکړ، بدوان  له کومې انګیزې پرته دغه نوښت ، دنړۍ د خلکو له خوا د غزې  او دهغې  یوازې پریښودل بللي، داسې  چې دوي د بریالیتوب لپاره  الهی کتاب  او استغفار کولو  ته له تمسّک پرته بله لاره نه لري.

دغه فلسطینی ځوان وائي ،د کډوالو په خیمو کې د قرآڼ دویشلو لپاره مخکښ شوم ،ځکه  ددغو خیمو اوسیدونکو قرآن نه درلود او انسان باید خداوندمتعال ته پناه یوسي  او له دغه توسله ده چې  بریالیتوب ترلاسه کیږي.

 فلسطینیو کډوالو ددنوښت پراخ هرکلی کړی دی . دکډوالو په وینا،دوی د وحشي صهیونیسټي رژيم په بمباریو پسې د خپلو کورونو له پریښودو وورسته  قرآن کریم نسخو ته هیڅ لاس رسی  نه درلود او  له الیکټرانیک نسخو څخه استفاده  هم د اینټرنیټ د غوڅيدا په دلیل  ممکنه نه ده .

د یوه کډوال حسن په وینا ،  دوي هرڅه  پخپلو کورونو کې پریښودلی دی  او یوازې خپل ځانونه ئې ژغورلي دي . هغه  په دې خبرې په ټينګار سره چې  قرآن کریم ،د درستو مسلمانانو د زړونو پسرلی دی، له ټولو وغوښتل  چې قرآن ولولئ او ورباندې عمل وکړئ.

https://iqna.ir/fa/news/4195867

captcha